پاکستان ۲۶ اگست ۲۰۲۶

د فضل الرحمان په مشرۍ د اپوزېشن اتحاد کې د حکومت لپاره د خطر خبره نشته، طارق فضل چودري

اسلام اباد( ویب نیوز) وفاقي وزير طارق فضل چودري ويلي چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د اپوزېشن اتحاد د حکومت لپاره د خطر او اندېښنې خبره نه ده، نوموړي د جيو نيوز په کيپټل ټاک خپرونه کې د خبرو پر مهال وويل چې هيله ده د مولانا فضل الرحمان تر چتر لاندې اپوزېشن د پارلماني ادابو زده کړه وکړي، په دې موقع د پي ټي آئي شفقت عباس اعوان وويل چې تر دې دمه د وزيراعظم پر ضد د عدم اعتماد د تحريک هېڅ خبره نه کېږي، بلخوا د پيپلز پارټۍ ناز بلوچ وويل چې د مسلم ليګ ن حکومت هم د تحريک انصاف د حکومت په څېر انتقامي کارروائۍ کوي او حکومت ته پکار ده چې په دې اړه فکر وکړي.