پاکستان ۲۶ اگست ۲۰۲۶

د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ ن ترمنځ اختلافات شته، شيري رحمان

اسلام آباد( ویب نیوز) د پيپلز پارټۍ سنېټرې شيري رحمان ویلي چې د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ ن ترمنځ اختلافات شته او دا یوه څرګنده خبره ده، د قومي اسمبلۍ د سپيکر په چیمبر کې د حکومتي ائتلاف د دواړو ګوندونو ترمنځ په خبرو کې د اختلاف وړ موضوعاتو په اړه بحث وشو. شيري رحمان وویل چې موږ یوازې د کورم پوره کولو لپاره نه یو راغلي، زموږ اختلافات شته او غواړو چې ستونزې حل شي، تر هغې چې ستونزې حل نه شي غونډې به نیمګړې وي، که موږ په ائتلاف کې یو نو ائتلاف ته درناوی هم باید وشي. فاروق اېچ نائیک لیدنه په ښه او دوستانه فضا کې وبلله او مرتضیٰ وهاب وویل چې پيپلز پارټۍ تل د مسئلو خبرې کوي او غواړي چې ستونزې حل شي. په خبرو کې د مسلم ليګ ن له خوا رانا ثناءالله او طارق فضل چوهدري او د پيپلز پارټۍ له خوا راجا پروېز اشرف او ضیاءالحسن لنجار ګډون کړی و.