مقامی ۲۶ اگست ۲۰۲۶

د پښتونخوا ټول سياسي ګوندونه دې ګډه مبارزه پيل کړي خوشحال کاکړ

قلعه سيف الله( ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ ويلي چې د پښتونخوا وطن ټول سياسي، جمهوري او مذهبي ګوندونه او ولسونه بايد د ګډ اجنډا له مخې يو موټی شي او ګډه مبارزه پيل کړي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند به په دې مبارزه کې د لومړۍ کرښې رول ولوبوي او له هر ډول قربانۍ به ډډه ونه کړي، نوموړي په کلي تلري جوګېزي کې د ګوند د غړيتوب په غونډه کې د سردار محمود خان جوګېزي او د هغه د ملګرو په ګډون د ۸۸ کورنيو د ګوند غړيتوب د وياړ او ستاينې وړ وباله، خوشحال خان کاکړ وويل چې پښتون ولس له بې روزګارۍ، ګراني، ناامنۍ، اقتصادي ستونزو او د سوداګرۍ او روزګار له محدوديتونو سره مخ دی او له افغانستان سره پر سوداګرۍ بنديزونو د خلکو ستونزې لا زياتې کړې دي، هغه وويل چې پښتونخوا وطن له طبيعي او معدني زېرمو سره سره خپل ولس له بنسټيزو اسانتياوو او روزګار څخه محروم پاتې شوی، پښتونخوا ملي عوامي ګوند به د پښتونخوا د ملي يووالي، ملي واک او اختيار، پر طبيعي زېرمو د ملي کنټرول، ملي برابرۍ او د ولس د پرمختګ او سوکالۍ لپاره خپله مبارزه روانه ساتي، نوموړي پر ګوندي غړو غږ وکړ چې له ولس سره د اړيکو کمپاين لا پراخ او چټک کړي او د ملي يووالي او اتفاق لپاره خپل رول پياوړی کړي۔