قلات (ویب نیوز) د قلات ښار ته څېرمه وسلهوالو کسانو د ټرکونو پر یوه کاروان ډزې کړي، چې له امله یې شپږ ټرکونو ته د سخت زیان اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي. د ټرانسپورټرانو د سرچینو په وینا، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د امنیتي ځواکونو درنه نفري سیمې ته ورسېده، سیمه یې محاصره کړه او د پېښې د وضعیت ارزونه یې پیل کړه. د لومړنیو معلوماتو له مخې په برید کې تر اوسه د کوم ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
