مقامی ۲۶ اگست ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د ځنګل قانون دی، د امن په نوم هېڅ شی نشته، حاجي عنایت الله بازئي

کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علماء اسلام تحصیل بوستان امیر حاجي عنایت الله بازئي، عمومي منشي حافظ نعمت الله او د کابینې نورو غړو په خپل ګډ بیان کې په بلوچستان کې د زیاتېدونکې ناامنۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په صوبه کې د ځنګل قانون حاکم دی او د امن په نوم هېڅ شی نه لیدل کېږي. دوی ویلي چې په صوبه کې ناامني خپل اوج ته رسېدلې، هره ورځ د وژنو، لوټمارۍ او نورو جرمونو پېښې زیاتېږي چې له امله یې د خلکو ترمنځ سخت وېرې او اندېښنې پیدا شوې دي. د جې یو آی تحصیل بوستان مشرانو وویل چې ښاریان ځانونه خوندي نه احساسوي او حکومت د خلکو د ساتنې په برخه کې په بشپړه توګه پاتې راغلی دی. حاجي عنایت الله بازئي او حافظ نعمت الله وویل چې د امن او امان د خرابېدونکي وضعیت د کنټرول لپاره بېړنیو او اغېزمنو اقداماتو ته اړتیا ده. دوی وویل چې د حکومت اساسي مسؤلیت د خلکو د ځان او مال خوندیتوب یقیني کول دي، خو په اوسني وضعیت کې ولس له پرله‌پسې ستونزو او د ناامنۍ له احساس سره مخ دی. هغوی له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په صوبه کې د امن او امان د ښه کولو، د جرمونو د له منځه وړلو او د ښاریانو د ځان او مال د ساتنې لپاره سمدستي او عملي ګامونه پورته کړي.