کوټه (ویب نیوز) د چمن د ایس پي اعتزاز عارف په ځانګړې لارښوونه د ښار پولیسو د نشهيي توکو پر ضد عملیات کړي او ۵۵ نشهيي توکي کاروونکي یې نیولي دي. د پولیسو له خوا نیول شوي کسان د درملنې او بیا رغونې لپاره د ډرګ سنټر ته سپارل شوي دي. د چمن ایس پي اړوندو پولیسو ته لارښوونه کړې چې د نشهيي توکو د پلورونکو پر ضد دې د قانون له مخې بې له توپیره کارروایي دوام ولري او نشهيي توکي کاروونکي دې هم تر نیول کېدو وروسته د درملنې او بیا رغونې لپاره ډرګ سنټر ته انتقال شي، څو هغوی ته د درملنې او بیا رغونې اسانتیاوې برابرې شي.
