مقامی ۲۶ اگست ۲۰۲۶

چاغي کې د یوه کس په ډزو وژل شوې مړی موندل شوی، پر مزدا ټرکونو هم ډزې شوې

چاغي (ویب نیوز) د چاغي د شې سالار سیمې څخه د یوه کس مړی موندل شوی چې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی و. پولیسو مړی خپلې ولکې ته اخیستی او روغتون ته یې انتقال کړی، چېرې د وژل شوي کس پېژندنه د صدام ولد قادر بخش، د شې سالار اوسېدونکي، په نوم شوې ده. پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي. بلخوا د چاغي د چتر بازار ته څېرمه پر اېن-۴۰ لویه لار د تفتان څخه کوټې ته روانو څلورو مزدا ټرکونو باندې د وسله‌والو کسانو له خوا د ډزو راپور ورکړل شوی دی. د راپورونو له مخې د ډزو له امله د ټرکونو ټایرونه پنچر شول او لږ تر لږه یوه لارۍ ته اور هم اچول شوی، خو تر اوسه په پېښه کې د کوم ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.