کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علماء اسلام صوبايي مرستیال امیر او د کوټې ضلعې امیر شیخ الحدیث مولانا عبدالرحمن رفیق، عمومي منشي حاجي عین الله شمس، مشر مرستیال امیر مولانا خورشید احمد، د اطلاعاتو منشي عبدالغني شهزاد او نورو مشرانو ویلي چې د کوټې په کوڅو او سړکونو کې قاتلان او لار وهونکي په ازادانه توګه ګرځي او د ښاریانو ځان او مال خوندي نه دي. دوی ویلي چې په کوټه کې د بې ګناه ښاریانو، په سرانان کې د بې وسه مزدورانو او د بلوچستان په نورو ضلعو کې د عامو خلکو د هدفي وژنو پرلهپسې پېښې د حکومت او انتظامیې پر کارکردګۍ جدي پوښتنې راپورته کوي. د دوی په وینا، د وژنو او ناامنۍ دوام ښيي چې د حکومت واکمني په عملي توګه کمزورې شوې او حکومت او انتظامیه د خلکو د ځان او مال د ساتنې په خپل اساسي مسؤلیت کې پاتې راغلي دي. دوی زیاته کړې چې د هدفي وژنو د زیاتېدو باوجود عملي اقدامات نه کول او د چارواکو چوپتیا د خلکو اندېښنې لا زیاتوي. د جمعیت علماء اسلام مشرانو وویل چې د ګڼو چیک پوسټونو او سختو امنیتي تدابیرو د ادعاوو باوجود که قاتلان په ازادانه توګه خلک په نښه کوي، نو دا د حکومت پر امنیتي تګلارې او انتظامي کارکردګۍ جدي پوښتنه ده. دوی له حکومت او انتظامیې غوښتنه کړې چې په کوټه، سرانان او د بلوچستان په نورو سیمو کې د هدفي وژنو او ناامنۍ مخه ژر تر ژره ونیسي، قاتلان او د هغوی همکاران قانون ته وسپاري او د ښاریانو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
