راولپنډۍ (وېب نیوز) امنیتي ځواکونو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان پر ترهګرو ضد خپل بریالي عملیات دوامداره ساتلي او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ترسره شویو عملیاتو کې ۱۱ ترهګر وژل شوي دي. د امنیتي سرچینو له مخې په جنوبي وزیرستان، بنو او د بلوچستان په خضدار کې عملیات ترسره شول، چې په بنو کې د فتنه الخوارج پر ضد کارروایي کې دوه ترهګر ووژل شول او وسلې او مهمات هم ترلاسه شول، په داسې حال کې چې د چاودېدونکو موادو په وسیله د ترهګرو یو مرکز هم ویجاړ شو. د جنوبي وزیرستان په لدها سیمه کې د پټو معلوماتو پر بنسټ په عملیاتو کې پنځه خوارج ووژل شول، امنیتي ځواکونو د ترهګرو خوځښتونه پر وخت معلوم کړل او له محاصرې وروسته یې اغېزمنه کارروایي ترسره کړه. د بلوچستان د خضدار په ساسول سیمه کې د فتنه الهندوستان پر ضد عملیاتو کې څلور ترهګر ووژل شول، چې امنیتي ځواکونو د کواد کاپټر په مرسته په نښه کړل. د امنیتي سرچینو په وینا په ټولو عملیاتو کې د ولس د ځان او مال د خوندیتوب او ځايي خلکو ته د زیان نه رسېدو لپاره ځانګړې پاملرنه شوې ده. امنیتي سرچینو ویلي چې په هېواد کې د ترهګرۍ د بشپړ له منځه وړلو پورې به د «عزم استحکام» لیدلوري له مخې د امنیتي ځواکونو عملیات دوام ولري.
