کوټه ( ویب نیوز) د بلوچستان حکومت د فتنه الهندوستان سره د تړاو لرونکو ۹ مطلوبو ښځینه ترهګرو د نیولو او د هغوی په اړه د باور وړ معلوماتو ورکولو په بدل کې له ۱۰ تر ۱۵ لکو روپیو پورې انعام ټاکلی دی. د بلوچستان حکومت په وینا د دغو مطلوبو ښځو د پېژندنې یا د هغوی په اړه د کره معلوماتو ورکوونکو هویت به په بشپړه توګه پټ ساتل کېږي او معلومات د حکومت بلوچستان ټاکلو رابطوي شمېرو ته ورکول کېدای شي. د سرچینو له مخې د دغو مطلوبو ښځو تړاو له ګوادر، جیواني او تربت سره ښودل شوی او په کې حنیفان بي بي، عایشه، رقیه، حفصه، زهره، امینه باني، زرمین او عزیزان په ګډون ۹ ښځې شاملې دي. حکومت د ۸ مطلوبو ښځو لپاره د هرې یوې پر سر ۱۰،۱۰ لکه روپۍ او د عزیزان لپاره ۱۵ لکه روپۍ انعام ټاکلی دی. سرکاري سرچینې وایي چې پر دغو ښځو په بلوچستان کې د امن ضد فعالیتونو او د سادهلوحو ښځو د ورغولـو له لارې د بدامنۍ د خپرولو په ګډون تورونه دي. حکومت بلوچستان له ولس څخه غوښتنه کړې چې د مطلوبو ښځو په اړه هر ډول معلومات ژر تر ژره اړوندو چارواکو ته ورسوي، څو قانون نافذوونکي ادارې پر وخت کارروایي وکړي.
