مقامی ۲۸ اگست ۲۰۲۶

تښتول شوی بریال خان راخوشې، ۳ تورن کسان ونیول شول

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ پولیسو عملیات کړي او تښتول شوی بریال خان یې په خوندي توګه راخوشې کړی دی. د کوټې د عملیاتو د ایس ایس پي ضیاء الحق مندوخېل په مشرۍ د ترسره شوو عملیاتو پر مهال پولیسو د تښتونې په تور صابر شاه، عبدالسلام او انعام الله په ګډون ۳ کسان نیولي دي. پولیس وایي چې تښتول شوی بریال خان به د قانوني چارو له بشپړېدو وروسته خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.