خاران (وېب نیوز) د خاران پولیسو د خلکو په مرسته دوه مشکوک وسله وال غله نیولي دي، چې له پېښې وروسته د خاران بازار وتړل شو او ګڼ شمېر ښاریان د پولیسو تاڼې ته راټول شول. د تفصیلاتو له مخې لومړۍ پېښه د خاران په زاړه سبزي منډۍ کې رامنځته شوه، چې هلته په عصمت ایزي پیسه دوکان کې مشکوکو وسله والو غلو په رڼا ورځ د لوټ هڅه وکړه او د ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډیو کې هم لیدل کېږي چې مشکوک غله له دوکان څخه د وتلو پر مهال هوايي ډزې کوي. د سرچینو په وینا غلو له پېښې وروسته د قبرستان سړک پر لور حرکت وکړ او هلته یې د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام د پیسو د لوټلو هڅه وکړه، خو د پولیسو د پر وخت کارروایۍ او د خلکو د مرستې له امله دغه هڅه ناکامه شوه. د پولیسو او مشکوکو وسله والو غلو ترمنځ د ډزو تبادله هم وشوه، چې وروسته پولیسو د خلکو په مرسته دوه مشکوک وسله وال ونیول. له پېښې وروسته خاران بازار وتړل شو او ګڼ شمېر ښاریان د پولیسو تاڼې ته ورغلل.
