مقامی ۲۸ اگست ۲۰۲۶

دالبندین، په چتر بازار ریسټ هاوس کې د وسلوالو نقاب پوشو کسانو اورلګونه، ودانۍ ته دروند زیان اوښتی

دالبندین (وېب نیوز) د دالبندین په چتر بازار کې د شپې شاوخوا درې نیمې بجې نامعلومو نقاب پوشو وسلوالو کسانو یوه ریسټ هاوس ته اور ورته کړی، چې له امله یې ودانۍ ته سخت زیان اوښتی، خو په پېښه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. د سرچینو له مخې دوه موټرسایکلونو سپرو وسلوالو کسانو ریسټ هاوس ته ننوتلي، مبینه ده چې پټرول یې پرې شیندلی او ودانۍ یې اور ته سپارلې ده. دغه ریسټ هاوس د دالبندین ښار څخه شاوخوا ۵۱ کیلومتره ختیځ ته د صدر دالبندین پولیس تاڼې په حدودو کې موقعیت لري. د پېښې له اطلاع وروسته ځايي انتظامیې او پولیس ځواکونه د پېښې ځای ته ورسېدل او کارروایي یې پیل کړه، په داسې حال کې چې د ملزمانو د نیولو لپاره لټون او د پېښې نورې پلټنې روانې دي.