کوټه (وېب نیوز) وکیل ساجد ترین ادعا کړې چې د بلوچستان په کوټه د جعلي ډومیسایلونو او نورو مشکوکو اسنادو له لارې زرګونه کسان په دولتي دندو ګمارل شوي، په داسې حال کې چې د بلوچستان پښتنو او بلوڅو ځوانانو لپاره په نورو صوبو کې د قانوني او سمو اسنادو باوجود د دندو ترلاسه کولو فرصتونه محدود دي. نوموړي وویل، که غیرمحلي کسان د جعلي ډومیسایلونو له لارې د بلوچستان په کوټه دندې ترلاسه کوي، نو دا د بلوچستان د ځوانانو پر حق ښکاره تېری دی. ساجد ترین غوښتنه وکړه چې د ډومیسایلونو او لوکل سندونو شفافه او بې پرې پلټنه دې وشي او د جعلي اسنادو له لارې دندو ترلاسه کوونکو پر ضد دې د قانون له مخې کارروایي وشي، همدارنګه د بلوچستان د ځوانانو د اساسي او قانوني حقونو ساتنه، میرټ، شفافیت او د ځايي خلکو د روزګار حق دې یقیني کړل شي.
