مقامی ۲۸ اگست ۲۰۲۶

د کچلاک بای پاس پر ډزې، د افغانستان پخوانی حکومتي استازی ووژل شو

کوټه (وېب نیوز) د کچلاک بای پاس د ډي اېچ اې سیمې ته څېرمه نامعلومو وسله والو په ډزو سره د افغانستان پخوانی حکومتي استازی وژلی او له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي. پولیس وایي چې د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل، مړی یې په خپله ولکه کې واخیست او د طب عدلي معاینې لپاره یې روغتون ته ولېږداوه. پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي او د برید کوونکو د موندلو هڅې روانې دي.