شمالي وزیرستان( ویب نیوز)د تحصیل دته خېل په سیمه کې د ډزو له امله پلار او زوی وژل شوي او لمسی ټپي شوی دی. د پولیسو په وینا، مړي او ټپي ماشوم روغتون ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې د ډزو عاملین له سیمې تښتېدلي دي، د هغوی د نیولو لپاره لټون او د پېښې پلټنې پیل شوې دي۔
