اسلاماباد( ویب نیوز)د استحکام پاکستان ګوند مشر عبدالعلیم خان ویلي چې پاکستان د پرمختګ او ولس ته د ریښتیني هوساینې ورکولو لپاره د نویو صوبو او انتظامي واحدونو جوړول اړین دي، که چا ته ښه ښکاري او که نه، نوي صوبې به جوړېږي، څوک چې په دې موخه کې ملګرتیا کوي هغه به ورسره پاتې وي او که نه نو باید لاړ شي. نوموړي وویل چې د هزارې او بهاولپور صوبو بشپړ ملاتړ کوي او د سرائیکي صوبې، ملتان او نورو انتظامي واحدونو جوړول هم باید وشي۔
