مقامی ۲۸ اگست ۲۰۲۶

چاغي کې تښتول شوو ۷ کسانو له ډلې ۳ تنه په خوندي توګه خپلو کورونو ته ورسېدل

چاغي (وېب نیوز) د چاغي ولسوالۍ په غرني سیمه کې له یوې شخصي کان څخه د اګست پر ۱۰مه وسله والو ۷ کسان تښتولي وو، چې له ډلې یې ضیاءالدین، شاه سلیم او سید محمد په خوندي توګه خپلو کورونو ته رسېدلي دي. د سرچینو په وینا، په تښتول شوو کسانو کې د ۳ تنو تعلق له چاغي ولسوالۍ او د ۴ تنو تعلق له ګلګت سره ښودل شوی، خو د ګلګت اړوند څلور تښتول شوي کسان تر اوسه نه دي راخوشې شوي.