مقامی ۲۸ اگست ۲۰۲۶

کوټه جرګه به د پښتنو د اقتصادي او ټولنیزو حقونو د ساتنې لپاره مهم پړاو وي: پښتونخوا ملي عوامي ګوند

کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي اجرائیوي غړو په ګډ بیان کې ویلي چې د محمود خان اڅکزي په بلنه، د نواب محمد ایاز خان جوګیزي په مشرۍ د جنوبي پښتونخوا د ولس درې ورځنی جرګه به د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۳۰، ۳۱ او د سپټمبر په لومړۍ نېټه په کوټه کې ترسره شي، چې د پښتنو د اقتصادي او ټولنیزو حقونو د ساتنې او له اوسنیو حالاتو څخه د وتلو لپاره به ډېر مهم او تاریخي پړاو وي. په بیان کې ویل شوي چې جرګه د پښتنو په ټولنیز او قبایلي ژوند کې یوه لرغونې مهمه دودیزه لاره ده، چې د ګډې پوهې او متقابلې مشورې له لارې د سولې، عدالت، پرمختګ او سوکالۍ لپاره پرېکړې کېږي. د ګوند په وینا، په جرګه کې به د پښتنو د بېلابېلو قومونو، فکري ډلو، د جنوبي پښتونخوا د ټولو ډویژنونو او ولسوالیو استازي خپلې ارزښتمنې مشورې وړاندې کوي او د ګډ اعلامیې له لارې به د راتلونکي تګلوري په اړه پرېکړه کېږي. په بیان کې ویل شوي چې په پښتني سیمو کې د اقتصادي فرصتونو او روزګار کمښت لویه ستونزه ده، پر سوداګرۍ، له پولې سره تړلو کاروبارونو، ترانسپورټ، کرنې او وړو کاروبارونو د زیاتېدونکو محدودیتونو له امله زرګونه کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، بل لوري ته ناامني او روانه وژنه او وینه تویونه د ولس د سر او مال خوندیتوب هم له جدي ستونزو سره مخ کړی، په داسې حالاتو کې د جرګې اهمیت لا زیاتېږي.