کوټه (ویب نیوزډ) د بلوچستان صوبايي کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو ویلي چې په صوبه کې د امن او امان ټینګښت او د ولس د سر او مال ساتنه د حکومت لومړیتوب دی او د ترهګرۍ او بدامنۍ خپروونکو عناصرو پر ضد به اقدامات لا اغېزمن کړل شي. نوموړي د خبرو پر مهال ویلي چې د بلوچستان له امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره حکومت، قانون نافذوونکي ادارې او ولس پر یوه لیکه ولاړ دي او له ترهګرو او د امن دښمنو عناصرو سره به هېڅ ډول نرمي ونه شي، بلکې د قانون له مخې به سخت اقدام ورسره کېږي. هغه وویل چې هر ځای اړتیا وي، استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات او پراخ امنیتي اقدامات به ترسره شي او حکومت به د امن دښمنو عناصرو ناوړه موخې بریالۍ کېدو ته پرېنږدي، بلکې په بلوچستان کې د دایمي امن د ټینګښت لپاره ټول شته امکانات کاروي. د کورنیو چارو وزیر له ولسه غوښتنه کړې چې پر اوازو باور ونه کړي او د هر ډول مشکوک فعالیت یا کس په اړه سمدستي قانون نافذوونکو ادارو ته معلومات ورکړي، ځکه د ولس له همکارۍ پرته د ترهګرۍ او جرمونو د بشپړ له منځه وړلو هدف نه شي ترلاسه کېدای. میر ضیاءالله لانګو زیاته کړې چې د بلوچستان ولس، قومي مشران، پولیس او نورې امنیتي ادارې د ترهګرۍ پر ضد متحد دي او د امن او امان د وضعیت د ښه کولو او د ولس د سر او مال د ساتنې لپاره ټول اړین اقدامات روان دي. نوموړي هوډ څرګند کړی چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه به خپل منطقي انجام ته رسول کېږي او بلوچستان به د امن، پرمختګ او سوکالۍ پر لور روان ساتل کېږي.
