تازه خبرونه ۲۹ اگست ۲۰۲۶

د درې اړخيزې شل اوريزې لړۍ لومړۍ لوبه؛ نميبيا جنوبي افريقا ته ۱۸ منډې ماتې ورکړه

وينډهوک،( ویب نیوز)د درې اړخيزې شل اوريزې کرکټ لړۍ په لومړۍ لوبه کې نميبيا جنوبي افريقا ته د ۱۸ منډو په توپير ماتې ورکړه. په وينډهوک کې ترسره شوې لوبه کې نميبيا لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې جوړې کړې، په ځواب کې د جنوبي افريقا لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۵ منډې جوړې کړې. په دې درې اړخيزه لړۍ کې د جنوبي افريقا او نميبيا ترڅنګ د زمبابوې لوبډله هم برخه لري.