پاکستان ۲۹ اگست ۲۰۲۶

د پمز اورلګېدنې په پېښه کې د اجرائیه مشر په ګډون ۸ کسان له دندو لرې

اسلام اباد(ویب نیوز)وزیراعظم شهباز شریف د پمز روغتون د نوي زېږېدلو ماشومانو په وارډ کې د اورلګېدنې د پېښې د پلټنيزې کمېټې د لنډمهاله راپور پر بنسټ د اجرائیه مشر په ګډون اته کسان له خپلو دندو لرې کړي او د هغوی پر ضد یې د اداري او جنايي قوانینو له مخې د کارروایۍ منظوري ورکړې ده. له دندو لرې شوو کسانو کې د پمز اجرائیه مشر پروفېسر ډاکټر عمران سکندر، ګډ اجرائیه مشران ډاکټر مطاهر شاه او ډاکټر وارث علي شاه، د نوي زېږېدلو ماشومانو څانګې مشره پروفېسره ډاکټر سعدیه ریاض، سینئر رجسټرار ډاکټر نغم، ډاکټر نوشیله امجد، د امنیت مرستیال مشر محمد عثمان او د سي ډي اې د بېړنیو خدمتونو عمومي مشر ډاکټر عبدالرحمن شامل دي. وزیراعظم د امنیتي شرکت او د هغه د اړوندو چارواکو پر ضد یې هم د قانوني کارروایۍ لارښوونه کړې ده. په پلټنيز راپور کې ویل شوي چې په وارډ کې د اور خبرداري او د اوبو د شیندلو سیستم موجود نه و او د اور او بېړنیو حالاتو پر مهال د کارکوونکو د روزنې او بشپړو حفاظتي کړنلارو نشتوالی موجود و. د اور لګېدو شپږ دقیقې وروسته بېړنیو خدمتونو ته خبر ورکړل شو، خو لومړنی امدادي ټیم ۱۵ دقیقې وروسته ورسېد. وزیراعظم هغه نرس رضیه نورین ته، چې د خپل ژوند په خطر کې یې یو ماشوم ژغورلی و، د ستارهٔ خدمت اعزاز او یو کروړ روپۍ د ورکولو منظوري هم ورکړې ده.