مقامی ۲۹ اگست ۲۰۲۶

هرنایي شاهرګ کې پر ولسي وګړو وسله‌وال برید، یو کس شهید او ملګری یې ټپي؛ څلور کم‌عمره ماشومان تښتول شوي

کوټه (ویب نیوزډ) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د هرنایي ولسوالۍ د شاهرګ سیمې د خلیفت غره په لمن کې پر ولسي وګړو د وسله‌وال برید په کلکه غندنه کړې او د پېښې د مسوولینو د نیولو او د تښتول شویو ماشومانو د سمدستي او خوندي راخوشې کولو غوښتنه یې کړې ده. د ګوند په وینا، د کلي فیض‌آباد اوسېدونکي خپلو کورونو ته د سون توکو او لرګیو راوړلو لپاره سیمې ته تللي وو چې وسله‌والو پرې برید وکړ، چې په پایله کې عبدالخالق په ځای کې شهید او ملګری یې عیسی ګل سخت ټپي شو. د ګوند د معلوماتو له مخې، وسله‌والو په همدې مهال څلور کم‌عمره ماشومان هم تښتولي چې عمرونه یې شاوخوا ۱۳، ۱۵ او ۱۶ کاله ښودل شوي دي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند دغه پېښه یوه ستره انساني غمیزه بللې او ویلي یې دي چې ولسي وګړي د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کورونو وځي، خو د ناامنۍ له امله د ترهګرۍ، تښتونې، هدفي وژنو او وسله‌والو بریدونو له ګواښ سره مخ دي، حال دا چې د خلکو د سر او مال ساتنه د دولت او حکومت اساسي دنده ده. ګوند ویلي چې په هنه اورک، زیارت، سرانان، قلعه عبدالله، پشین او هرنایي او د پښتونخوا وطن په نورو سیمو کې پرله‌پسې خونړیو پېښو د خلکو ترمنځ سخته وېره او ناامني رامنځته کړې ده. په بیان کې د سرانان پر پولیس تاڼه وسله‌وال برید او د هغې ویجاړول هم د امن او امان د خراب وضعیت د اندېښنې وړ نښه بلل شوې ده. ګوند زیاته کړې چې مزدوران، بزګران، زده‌کوونکي، پولیس سرتېري او عام ولس په پرله‌پسې توګه د ناامنۍ ښکار کېږي او په سرانان کې پر یوه رغنیزه پروژه د کارکوونکو مزدورانو په نښه کېدل ښيي چې د ترهګرۍ لمن تر عامو وګړو او محنت‌کشانو پورې غځېدلې ده. پښتونخوا ملي عوامي ګوند له حکومت او اړوندو دولتي ادارو غوښتنه کړې چې د شاهرګ د خلیفت غره په لمن کې د شوې پېښې سمدستي نوټس واخلي، د عبدالخالق په وژنه کې ککړ کسان ونیسي او قانون ته یې وسپاري، ټپي عیسی ګل ته غوره طبي اسانتیاوې برابرې کړي او تښتول شوي څلور واړه کم‌عمره ماشومان دې ژر تر ژره په خوندي توګه راخلاص کړي. ګوند همداراز غوښتنه کړې چې په هنه اورک، زیارت، سرانان، قلعه عبدالله، پشین، هرنایي او نورو اغېزمنو سیمو کې د شویو پېښو بې‌طرفه پلټنې وشي او مسوول کسان دې د قانون له مخې سزا شي. په بیان کې له حکومته غوښتل شوي چې یوازې په بیانونو او ادعاوو بسنه ونه کړي، بلکې عملي ګامونه واخلي او د ولس د سر او مال، کاروبار، تګ راتګ او ورځني ژوند د امنیت ډاډمن کړي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند د شهید عبدالخالق له کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې، هغوی ته یې د جمیل صبر دعا کړې او ټپي عیسی ګل ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.