کوټه (ویب نیوزډ) د بلوچستان یونین آف جرنلسټس (بي یو جې) له خوا د خبریالانو د شهیدانو ورځې په مناسبت په کوټه پرېس کلب کې سیمینار جوړ شو، چې خبریالانو، وکیلانو، د بشري حقونو استازو، ټولنیزو فعالانو، شنونکو او د شهیدو خبریالانو کورنیو پکې ګډون وکړ. په سیمینار کې د بي یو جې مشر منظور احمد رند، د پي اېف یو جې مشر مرستیال نورالله بګټي، د کوټې پرېس کلب مشر عرفان سعید، د بي یو جې عمومي منشي شاه حسین ترین، ټولنیزې فعالې فوزیه شاهین، لوړپوړي خبریال او شنونکي امتیاز ګل، د بشري حقونو کمېسیون د بلوچستان څانګې مشر محمد کاشف پانیزئي، د کوټې بار ایسوسیېشن عمومي منشي میر فهد مینګل او د شهید خبریال واحد رئیسانی ورور او خبریال شعیب رئیسانی ویناوې وکړې. ویناوالو شهیدو خبریالانو ته د هغوی د قربانیو له امله په لوړو ټکو کې د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې او ویې ویل چې د امن، ولسواکۍ، د بیان د آزادۍ او د ولسي حقونو لپاره د خپلو ژوندونو قرباني کوونکو کسانو قربانۍ به تل په یاد ساتل کېږي. دوی وویل چې د شهیدو خبریالانو کورنیو چې کوم صبر او زغم ښودلی، د ستاینې وړ دی. ویناوالو زیاته کړه چې د خبریالانو په ګډون د ټولنې بېلابېلو برخو پورې اړوندو کسانو د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال خپل ژوندونه قرباني کړي، خو د هغوی قربانیو په ټولنه کې د امن، عدالت او د بیان د آزادۍ مبارزه لا پیاوړې کړې ده. دوی وویل چې په بلوچستان کې له ۴۰ څخه زیاتو خبریالانو د خپلو مسلکي دندو د ترسره کولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو تر اوسه هم په صوبه کې د ژورنالېزم له ستونزو، بندیزونو او خنډونو سره مخ دی. ویناوالو ادعا وکړه چې حکومت د برېښنايي رسنیو او خبریالانو د کنټرول او د بیان د آزادۍ د محدودولو لپاره د پیکا قانون په څېر قوانینو څخه کار اخلي او په ځانګړي ډول په بلوچستان کې ژورنالېزم یو له تر ټولو ستونزمنو مسلکونو څخه ګرځېدلی دی. دوی وویل چې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه نور هم زیات شوي او هوډ یې څرګند کړ چې د خپلو شهیدو خبریالانو کورنۍ او ماشومان به هېڅکله یوازې پرېنږدي. د سیمینار په پای کې د شهیدو خبریالانو د روحونو د بخښنې او لوړو درجو لپاره دعا وشوه.
