کوټه (ویب نیوزډ) د نیشنل پارټۍ د بلوچستان اسمبلۍ غړې کلثوم نیاز بلوچ د اګست ۲۸مې د خبریالانو د شهیدانو ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د بلوچستان شهیدو خبریالانو ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې او ویلي یې دي چې خبریالانو د حق او حقیقت د غږ تر ولسه رسولو لپاره په تر ټولو سختو حالاتو کې هم خپلې مسلکي دندې ترسره کړې دي او د شهیدو خبریالانو قربانۍ د ټولې خبریالې ټولنې او ولس لپاره د لارې مشال دی. هغې ویلي چې په بلوچستان کې ژورنالېزم یو له سختو او له خطره ډکو مسلکونو څخه ګرځېدلی او د صوبې خبریالان د بدامنۍ، ترهګرۍ، ګواښونو، فشارونو، اقتصادي ستونزو او نورو جدي مشکلاتو سربېره د ولس د باخبره ساتلو لپاره خپل رول ترسره کوي. د هغې په وینا، په لرې پرتو سیمو کې کار کوونکي خبریالان په ځانګړې توګه له سختو ستونزو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي. کلثوم نیاز بلوچ ویلي چې خبریالان د ټولنې سترګې او غوږونه دي، نو د هغوی د غږ د غلي کولو پر ځای د هغوی امنیت او آزادي یقیني کول د حکومت مسؤلیت دی. هغې له بلوچستان حکومته غوښتنه کړې چې د خبریالانو امنیتي اندېښنو ته دې سمدستي پام وکړي او د خوندي چاپېریال برابرولو لپاره دې اغېزمن اقدامات وکړي. نوموړې ټینګار کړی چې د رسنیو آزادي د ولسواکې ټولنې اساسي اړتیا ده او اختلاف نظر او نیوکه باید د ولسواک بهیر برخه وبلل شي، څو خبریالانو ته د خپلو دندو د آزادانه ترسره کولو زمینه برابره شي او هېڅ خبریال د خپلې دندې پر مهال له ګواښ، فشار یا وېرې سره مخ نه شي. کلثوم نیاز بلوچ له حکومته غوښتنه کړې چې د بلوچستان د خبریالانو د ساتنې لپاره جامع تګلاره جوړه کړي، د هغوی د امنیتي ستونزو د حل لپاره ځانګړي اقدامات وکړي او د شهیدو او ټپي شویو خبریالانو د کورنیو د مالي مرستې او هوساینې لپاره هم عملي ګامونه واخلي. هغې وویل چې د خبریالانو شهیدانو د قلم د حرمت او د ولس د معلوماتو د حق لپاره خپل ژوندونه قرباني کړي او دا قربانۍ هېڅکله نه شي هېرېدلی. د هغې په وینا، حکومت، سیاسي ګوندونه او ټولنه باید په ګډه داسې چاپېریال رامنځته کړي چې د بلوچستان خبریال وکولای شي له وېرې او فشار پرته حقیقت ولیکي او بیان یې کړي.
