مقامی ۲۹ اگست ۲۰۲۶

په سریاب کې د چاپو او نیونو سخته غندنه، د چادر او څلور دېوالۍ بې‌حرمتي د منلو نه ده: نېشنل ګوند

کوټه (ویب نیوزډ) نېشنل ګوند په سریاب او کیچي بېګ کې تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري د ادعا شویو چاپو، نیونو او کورونو د ویجاړولو په اړه سخته غندنه کړې او ویلي یې دي چې په سریاب کې پرله‌پسې د چادر او څلور دېوالۍ د تقدس ماتول او د ولسي وګړو ځورول د منلو وړ نه دي. د ګوند په مرکزي بیان کې ادعا شوې چې تېره ورځ د ګوند د مشرانو پر کورونو چاپې وهل شوې، یو شمېر کارکوونکي نیول شوي او له کورونو څخه قیمتي توکي وړل شوي، په داسې حال کې چې د کورونو سامانونه هم ویجاړ شوي دي. په بیان کې ویل شوي چې کورونو ته په دې ډول ننوتل او ښځې او ماشومان ځورول د بشري حقونو جدي سرغړونه ده. نېشنل ګوند دغه اقدامات غیر ډیموکراتیک، غیر قانوني او منفي عمل بللی او سخت احتجاج یې کړی دی. ګوند ویلي چې حکومت د امن او امان په ټینګښت کې پاتې راغلی او د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره د سریاب اوسېدونکي بې‌ځایه ځوروي. نېشنل ګوند له حکومته غوښتنه کړې چې د دغو ادعا شویو غیر قانوني اقداماتو لړۍ دې سمدستي پای ته ورسول شي، نیول شوي کسان دې خوشې کړل شي او د ولسي وګړو د بې‌ځایه ځورونې لړۍ دې ودرول شي. ګوند ټینګار کړی چې د وګړو اساسي بشري حقونه، د چادر او څلور دېوالۍ تقدس او د ولس عزت او وقار دې په هر صورت کې خوندي وساتل شي.