مقامی ۲۹ اگست ۲۰۲۶

په چمن کې د مدرسې د استاد د مبینه وهلو پېښه، د کم‌عمرې ملالۍ یوه سترګه له لاسه ورکړې

چمن (ویب نیوزډ)د چمن د حاجي خال په سیمه کې په یوه مدرسه کې د یوې کم‌عمرې زده کوونکې ملالۍ د مدرسې د استاد له خوا د مبینه وهلو یوه خواشینوونکې پېښه رامنځته شوې چې له امله یې د راپورونو له مخې ماشومې خپله یوه سترګه له لاسه ورکړې ده. د پېښې له خبر ترلاسه کېدو وروسته د چمن مرستیال کمشنر حبیب بنګلزئي سمدستي نوټس واخیست او د مدرسې د تړلو امر یې وکړ، په داسې حال کې چې د پېښې په تړاو یې د مبینه ښکېل استاد پر ضد د قانوني اقدام لارښوونه هم کړې ده. د دې پېښې له امله پر کم‌عمره زده کوونکو د تشدد او په تعلیمي او دیني ادارو کې د ماشومانو د خوندیتوب په اړه جدي پوښتنې راپورته شوې دي. ښاریانو غوښتنه کړې چې د پېښې شفافې پلټنې دې وشي، د مسؤل کس پر ضد دې د قانون له مخې سخت اقدام وشي او اغېزمنې شوې ماشومې ته دې غوره طبي اسانتیاوې او بشپړ درملنه برابره شي.