تازه خبرونه ۲۹ اگست ۲۰۲۶

پیاوړې، مسؤوله او خپلواکه رسنۍ د ټولنې ریښتینې ترجمانه ده: د بلوچستان صوبايي وزیران

کوټه (ویب نیوزډ) د بلوچستان صوبايي وزیرانو د خبریالانو د شهیدانو د ورځې په مناسبت په خپلو پیغامونو کې ویلي چې ژورنالېزم یو سپېڅلی او مسؤلانه مسلک دی او هغو خبریالانو چې د حق او حقیقت غږ یې پورته کړی، د هېواد او ولس د پوهاوي او د ولسواکۍ د ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړې دي. صوبايي وزیر شعیب نوشیرواني، میر ظهور احمد بلیدي، میر سلیم خان خوسه او حاجي محمد خان له جلا جلا خبرو پر مهال ویلي چې په بلوچستان کې ژورنالېزم ورځ تر بلې ستونزمن کېږي او صوبايي حکومت به هڅه وکړي چې خبریالانو ته بشپړ امنیت برابر کړي. دوی له خبریالانو هم غوښتنه کړې چې له خپل قلم او کېمرې څخه په مثبت ډول کار واخلي، د ټولنې او صوبې وروسته پاتې سیمې او هر ډول نیمګړتیاوې په ګوته کړي، څو حکومت یې د له منځه وړلو لپاره اقدامات وکړي. صوبايي وزیرانو ویلي چې د بلوچستان په سختو او حساسو حالاتو کې خبریالان د خپلو مسلکي دندو د ترسره کولو پر مهال له بېلابېلو فشارونو، امنیتي ګواښونو، محدودو امکاناتو او معلوماتو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي، خو بیا هم ولس ته د حقایقو رسولو لپاره خپل رول ترسره کوي. دوی د شهیدو خبریالانو قربانیو ته د درناوي وړاندې کولو پر مهال ویلي چې د بیان د آزادۍ، د حقایقو د موندلو او د ولس د غږ جوړېدو لپاره د هغوی قربانۍ هېڅکله نه شي هېرېدلی. د دوی په وینا، خبریالانو ته په یوه آزاد، خوندي او مسؤلانه چاپېریال کې د خپلو مسلکي دندو د ترسره کولو زمینه برابرول د دولت او ټولنې ګډ مسؤلیت دی. دوی زیاته کړې چې په بلوچستان کې د امن او امان، ترهګرۍ او نورو حساسو موضوعاتو د راپور ورکولو پر مهال خبریالان له جدي ګواښونو او فشارونو سره مخ کېږي، نو د هغوی د سر او مال ساتنه او د مسلکي ستونزو حل اړین دی. صوبايي وزیرانو ټینګار کړی چې پیاوړې، مسؤله او خپلواکه رسنۍ د ټولنې ریښتینې ترجمانه ده او حکومت او خبریاله ټولنه باید په ګډه د خبریالانو د ستونزو د حل او د خوندي ژورنالېسټیک چاپېریال د جوړولو لپاره هڅې وکړي. دوی د شهیدو خبریالانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د شهیدو خبریالانو قربانۍ د هېواد او بلوچستان د تاریخ روښانه باب دی او د ژوندو خبریالانو خدمتونه او مبارزه هم باید په درناوي وکتل شي.