کوټه (ویب نیوزډ)د کوټې د مرستیال کمشنر مهرالله بادیني په لارښوونه ضلعي ادارې په استوګنیزو سیمو کې د غیرقانوني میني پټرول پمپونو پر ضد پراخ عملیات کړي، چې پر مهال یې ۶۳ میني پټرول پمپونه مهر او ۷۲ کسان نیول شوي او زندان ته لېږدول شوي دي. عملیات د پښتون آباد، جواینټ روډ، سرکي روډ، فقیر محمد روډ، میهنګي روډ، کاسي روډ، عالمو چوک، هوايي ډګر روډ، نوحصار کلي، سمنګلي او خروټ آباد په ګډون د کوټې په بېلابېلو سیمو کې ترسره شول. دغه عملیات د ښار د مرستیال کمشنر محمد امیر حمزه، د صدر مرستیال کمشنر محمد یوسف هاشمي، د کچلاک مرستیال کمشنر کپتان (ر) کبیر مزاري او ځانګړي مجسټرېټ اعجاز حسین خوسه تر څارنې لاندې د ضلعي ادارې او اړوندو ادارو ګډو ټیمونو ترسره کړل. ضلعي ادارې ویلي چې د وروستۍ پشین سټاپ پېښې وروسته په استوګنیزو سیمو کې د غیرقانوني میني پټرول پمپونو پر ضد عملیات نور هم چټک شوي دي او د خلکو د سر او مال د ساتنې او د اورلګېدنې د خطرونو په پام کې نیولو سره به په استوګنیزو سیمو کې غیرقانوني میني پټرول پمپونه هېڅ صورت ونه زغمل شي. د کوټې مرستیال کمشنر اړوندو افسرانو ته لارښوونه کړې چې د غیرقانوني میني پټرول پمپونو پر ضد عملیات دې پرته له ځنډه روان وساتل شي او د خلکو خوندیتوب دې په هر صورت یقیني شي. بلخوا د میني پټرول پمپونو مالکانو رسنیو ته ویلي چې د پولیسو په اړوند تاڼه کې د انتقالاتو له زیاتېدو سره به د یوې یا دوو ورځو په موده کې ټول پمپونه بیا پرانیستل شي.
