پاکستان ۳۰ اگست ۲۰۲۶

اصف زرداري د بلاول بوټو د کوژدې د خبرو لپاره اتریش ته تللی

کوټه (ویب نیوز) د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د خپل زوی او د پاکستان پیپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري د کوژدې په اړه د خبرو اترو لپاره د اتریش په پلازمېنه ویانا کې دی. د پیپلز ګوند د سرچینو په وینا، بلاول بوټو او اصف زرداري په اتریش کې له یوې کورنۍ سره د کوژدې او واده په اړه لږ تر لږه درې لیدنې کړې دي، او ویل کېږي چې د بلاول بوټو احتمالي ناوې د یوې مشهورې اروپايي کورنۍ غړې ده. سرچینې ادعا کوي چې د بلاول بوټو واده ښايي د روان کال تر پایه په ویانا کې ترسره شي او نوموړی له خپلې احتمالي ناوې سره له څو کلونو راهیسې پېژندګلوي لري. د سرچینو په وینا، اصف زرداري او بلاول بوټو به ډېر ژر له اتریش څخه بریتانیا ته ولاړ شي او تمه ده چې په لندن کې د بوټو او زرداري کورنۍ غړي د احتمالي ناوې له کورنۍ سره هم وګوري. بلخوا د پیپلز ګوند مشر او د کراچۍ ښاروال مرتضیٰ وهاب د بلاول بوټو د کوژدې او واده په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې تر اوسه په دې اړه کوم رسمي اعلان نه دی شوی، په داسې حال کې چې د ګوند یو شمېر لوړپوړي مشران هم د واده له راپورونو خبر نه وو.