تازه خبرونه ۳۰ اگست ۲۰۲۶

د ایران جګړې شپږ میاشتې، امریکا او اسرائیل ته درانه ځاني او مالي زیانونه

واشنګټن(ویب نیوز)پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو له پیل څخه شپږ میاشتې تېرې شوې، خو جګړه لا هم کومې پرېکنده پایلې ته نه ده رسېدلې. د موجودو رسمي شمېرو له مخې په دې جګړه کې په ایران، لبنان، خلیجي هېوادونو، اسرائیل او امریکايي ځواکونو کې لږ تر لږه ۷ زره او ۹۰۰ کسان وژل شوي، چې په ایران کې ۳ زره ۵۲۷، په لبنان کې د اسرائیلي بریدونو له امله ۴ زره ۳۵۰، په خلیجي هېوادونو کې ۲۸ کسان او د ایران په بریدونو کې ۶۰ اسرائیلي او ۱۸ امریکايي پوځیان شامل دي. د جګړې په ترڅ کې امریکا او اسرائیل پر ایران ۳ زره ۵۸۰ بریدونه کړي، په داسې حال کې چې ایران په امریکايي او اسرائیلي تاسیساتو او ګټو لږ تر لږه ۲ زره ۵۳ بریدونه کړي دي. د هرمز تنګي سمندري تګ راتګ هم سخت اغېزمن شوی او د جګړې په شپږو میاشتو کې هره ورځ په منځني ډول یوازې ۷ بېړۍ له دغه تنګي تېرې شوې، حال دا چې له جګړې مخکې به هره ورځ له ۱۰۰ څخه زیاتې بېړۍ تېرېدلې. د نړیوال سمندري سازمان په وینا د اګست تر ۲۶مې پورې په هرمز تنګي کې له بېړیو سره تړلي ۷۰ تایید شوي بریدونه یا پېښې ثبت شوې چې لږ تر لږه ۱۹ سمندري کارکوونکي پکې وژل شوي دي. د امریکا د دفاع وزیر په وینا پر ایران د جګړې د امریکا لګښت ۳۷.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، خو امریکايي رسنیو د ټول احتمالي لګښت اندازه له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ میلیارد ډالرو پورې ښودلې ده. جګړې د خامو تېلو نړیوال بازار هم اغېزمن کړی او د امریکا ستراتیژیک بېړنی تېلو ذخیره له ۱۹۸۲ کال وروسته تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده. بلخوا په لبنان کې د اسرائیلي بریدونو له امله هم پراخ ځاني زیانونه اوښتي او اسرائیلي ځواکونه لا هم په ځینو سیمو کې موجود دي. د جګړې سیاسي اغېزې امریکا ته هم رسېدلې دي او د یوې تازه سروې له مخې د ولسمشر ټرمپ د کارکردګۍ د تایید کچه ۳۳ سلنې ته راټیټه شوې ده، په داسې حال کې چې د دواړو لورو ترمنځ روانې خبرې لا هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره دایمي حل ته نه دي رسېدلي.