کراچۍ(ویب نیوز) روغتیايي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د شکر ناروغۍ له امله د پښې یا پونډۍ پرې کېدل یوازې د معلولیت ستونزه نه ده، بلکې د ناروغ ژوند هم له جدي خطر سره مخ کولی شي. په کراچۍ کې د شکر ناروغۍ او ډایبېټیک فټ په اړه په نړیوال کنفرانس کې کارپوهانو وویل چې په پاکستان کې د شکر ناروغۍ له امله د پښې یا پونډۍ له لاسه ورکونکو شاوخوا نیمايي ناروغانو د درې کلونو او 70 سلنه ناروغانو د پنځو کلونو په موده کې د مړینې خطر سره مخ دي. کارپوهانو وویل چې پر وخت تشخیص، د پښو منظمې پاملرنې، د مکروبونو او انتان سمدستي درملنې او د وینې د رګونو د جریان په ښه کولو سره ګڼ شمېر ناروغان د پښې یا پونډۍ له پرې کېدو ژغورل کېدای شي. په کنفرانس کې وویل شول چې په پاکستان کې د 20 تر 79 کلونو عمر لرونکو کسانو ترمنځ د شکر ناروغۍ کچه 31.4 سلنه ده، په داسې حال کې چې د شکر ناروغانو کې د پښو د زخمونو کچه شاوخوا 18 سلنه ده. کارپوهانو وویل چې د شکر ناروغۍ له امله د پښو د حس کمېدو او د وینې د رګونو د ناروغۍ له امله یو معمولي زخم هم په انتان، ګینګرین او بالاخره د پښې یا پونډۍ د پرې کېدو سبب کېدای شي. پروفېسر زاهد میاں د دغو ناروغانو لپاره د 24 ساعتونو مرستې ځانګړې شمېره 03306666774 اعلان کړه او ویې ویل چې د دې ناروغۍ د پښو د زخمونو د درملنې په برخه کې به د هېواد لومړی دوه کلن له فراغت وروسته ډپلومه هم د 2027 کال له جنورۍ څخه پیل شي.
