پاکستان ۳۰ اگست ۲۰۲۶

د نویو صوبو خبره مو راخیستې، تیاری مو هم کړې ده؟ مولانا فضل الرحمن

سکر (ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د نویو صوبو او اداري واحدونو د جوړېدو په اړه له حکومته پوښتنه کړې چې کله مو د نویو صوبو خبره راخیستې ده، نو ایا د دې لپاره مو تیاری هم کړی دی؟ مولانا فضل الرحمن په سکر کې د ګوند د عمومي شورا غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په هېواد کې واکمني له نواز شریف څخه اصف زرداري او له زرداري څخه بېرته نواز شریف ته رسېږي. هغه وویل، که په هېواد کې نوي اداري واحدونه او صوبې جوړېږي، نو باید وویل شي چې د دې لپاره څه ډول تیاری شوی دی، زما په اند سند صوبه د دې لپاره هېڅ تیاره نه ده. مولانا فضل الرحمن زیاته کړه چې حکومت غواړي له ولس څخه سیاسي شعور واخلي، دا هېواد زموږ دی او له خپل وطن سره د مینې لپاره موږ هېڅ ډول سند ته اړتیا نه لرو.