کمپالا (ویب نیوز) د يوګانډا د تورو سيمې ۳۴ کلن پاچا روکيډي څلورم وفات شو چې د نړۍ د تر ټولو ځوان پاچا وياړ يې درلود، د يوګانډا لومړي وزير په خپل بيان کې ويلي چې پاچا د پنجشنبې په ورځ د ځايي وخت له مخې د شپې شاوخوا ۱۰ بجې وفات شو، د رسنيو د راپورونو له مخې د هغه د مړينې لامل نه دی په ډاګه شوی، روکيډي څلورم د خپل پلار له مړينې وروسته هغه مهال پاچا شوی و چې عمر يې يوازې درې کاله و او د ۱۹۹۵ کال د سپتمبر په ۱۲مه يې تاج پر سر کړ.
