تازه خبرونه ۳۰ اگست ۲۰۲۶

د هایدرو ورکرز یونین د چارواکو تبادله او کارکوونکو ته د شوکاز نوټسونو ورکول د غندنې وړ دي: خان زمان

کوټه: د بلوچستان لیبر فېډرېشن مشر خان زمان او نورو مشرانو د کیسکو انتظامیې له خوا د آل پاکستان واپډا هایدرو الېکټرک ورکرز یونین د چارواکو د جبري تبادلو، کارکوونکو څخه د وضاحت غوښتلو او د شوکاز نوټسونو د ورکولو په کلکه غندنه کړې ده. دوی ویلي چې دغه اقدامات د مزدورانو ضد پالیسۍ څرګندونه کوي او د خصوصي کولو پر ضد د کارګرانو د غږ د ځپلو هڅه د منلو وړ نه ده. مشرانو زیاته کړې چې د یونین د چارواکو پر ضد دا ډول اقدامات د کارګرانو د قوانینو او د پاکستان په اساسي قانون کې د ورکړل شویو بنسټیزو حقونو خلاف ورزي ده. دوی خبرداری ورکړی چې که دا اقدامات بند نه شي، نو په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې به د احتجاجونو غږ پورته کړي، چې ټول مسؤلیت به یې د کیسکو پر ادارې وي.