تازه خبرونه ۳۰ اگست ۲۰۲۶

لارډز ټېسټ، باران یوازې ۲۴ اورونه لوبې ته اجازه ورکړه، د انګلستان برتري ۳۵۷ منډو ته ورسېده

لندن (ویب نیوز) د لارډز ټېسټ په درېیمه ورځ د پرله‌پسې باران له امله یوازې ۲۴ اورونه لوبه وشوه، انګلستان په دویمه پاڼۍ کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې او پر پاکستان یې د منډو برتري ۳۵۷ ته ورسوله، د انګلستان له لوري ډین لارنس په ۵۰ او اولې رابنسن په ۲ منډو ناټ اوټ دي، هېري بروک ۳۴، ایمیلو ګې ۳۱، جیمي سمیت او ګس اېټکنسن ۷، ۷ منډې جوړې کړې او وسوځېدل، د پاکستان له لوري محمد عباس ۳، محمد علي او خرم شهزاد ۲، ۲ ویکټې ترلاسه کړې.