پاکستان ۳۰ اگست ۲۰۲۶

پاکستان او سعودي عربستان د کرنې او غذایي خوندیتوب په برخه کې د همکارۍ پر پراختیا هوکړه وکړه

کوټه (ویب نیوز) د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د کرنې د ودې او غذایي خوندیتوب په برخه کې مهم پرمختګ شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزې او غذایي خوندیتوب د مشارکت د پراختیا په اړه خبرې بریالۍ شوې دي. د پاکستان او سعودي چارواکو په دې اړه ګډه اعلامیه خپره کړې چې له مخې یې د پاکستان په بلنه د سعودي عربستان د چاپېریال وزیر عبدالرحمن الفضلي په مشرۍ سعودي پلاوي اسلام‌اباد ته سفر کړی دی. سعودي پلاوي له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې د احتمالي همکاریو په اړه هر اړخیز بحث کړی دی. د سفر پر مهال د پاکستان او سعودي عربستان د کرنې او غذایي برخې د ستراتیژیک پلان په اړه معلومات وړاندې شول، له ځانګړې پانګونې اسانتیا شورا، پوځي بنسټ او د پاکستان ـ سعودي عربستان د کرنیز کاروبار له فورم سره ناستې وشوې او د کرنیزو څېړنو له ملي مرکز څخه هم لیدنه وشوه.