کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان پخواني اعلی وزیر نواب ثناءالله خان زهري ویلي چې په خضدار او ټول بلوچستان کې د خلکو پر عزت او ناموس به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي او په پېښه کې ککړ کسان، که هر څومره بانفوذه وي، قانون ته به وسپارل شي. د بلوچستان د روغتیا صوبايي وزیر بخت محمد کاکړ ویلي چې نواں کلی به په یوه عصري ښار بدلوي او له خلکو سره شوي ټولې ژمنې به عملي کوي، همداراز د پي بي ۳۹ د خلکو د ستونزو د حل لپاره به بېړني اقدامات ترسره شي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې د بلوچ ولس د ستونزو حل په زور او تاوتریخوالي کې نه، بلکې په خبرو اترو، عدالت، اساسي قانوني حقونو او متقابل درناوي کې دی، د بلوچستان ولس ته باید بنسټیز حقونه، پر خپلو طبیعي سرچینو حق، امن او پرمختګ تضمین شي.
