خضدار (ویب نیوز) د خضدار د توتک په سیمه کې د پاکستان پیپلز ګوند د مشر او د جهلاوان عوامي پینل د مشر میر شفیق الرحمن مینګل پر کور وسله والو کسانو ډزې وکړې، چې پر مهال یې ساتونکو او امنیتي ځواکونو ځوابي ډزې وکړې. د سرچینو په وینا په ځوابي ډزو کې یو بریدګر ټپي شوی، په داسې حال کې چې نور بریدګر له سیمې تښتېدلي او امنیتي ځواکونو یې تعقیب پیل کړی دی. د پېښې له امله تر اوسه د نورو ځاني زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
