مقامی ۳۰ اگست ۲۰۲۶

په پښین کې له ۳۰ ساعتونو راهیسې برېښنا بنده، د سوداګرو اتحادیې د سخت احتجاج ګواښ وکړ

پښین (ویب نیوز)د پښین د سوداګرو او دوکاندارانو د اتحادیې ضلعي مشر نصیب الله کاکړ کلیوال او نورو مشرانو په ښار کې له شاوخوا ۳۰ ساعتونو راهیسې د برېښنا د پرله‌پسې بندښت له امله سخته اندېښنه او غوسه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د اوږدې برېښنا بندۍ له امله زرګونه سوداګر، دوکانداران، مزدوران او بېلابېل کاروبارونه له سختو ستونزو سره مخ دي او روغتونونه او نورې اړینې چارې هم اغېزمنې شوې دي. دوی له کیسکو چارواکو غوښتنه کړې چې د پښین ښار برېښنا دې سمدستي بحال کړي، که نه نو زرګونه سوداګر او دوکانداران به سخت احتجاج ته اړ شي، چې ټول مسؤلیت به یې د کیسکو پر چارواکو وي.