پاکستان ۳۰ اگست ۲۰۲۶

پېښور کې پر تاڼې د ډرون برید هڅه ناکامه، چاودېدونکي توکي تاڼې ته له ننوتلو پاتې شول

کوټه (ویب نیوز) په پېښور کې د متني پر پولیس تاڼه د ترهګرو له خوا د ډرون برید هڅه ناکامه شوې او د پېښې سي سي ټي وي ویډیو هم مخې ته راغلې ده. د سي سي پي او میا سعید په وینا، ترهګرو د ډرون له لارې پر تاڼه د چاودېدونکو توکو د غورځولو هڅه کړې وه، خو د امنیتي تدابیرو له امله دغه هڅه ناکامه شوه. د تاڼې شاوخوا لګېدلې امنیتي جالۍ د دې لامل شوې چې چاودېدونکي توکي د تاڼې دننه ونه لوېږي او په پېښه کې د مرګ ژوبلې کومه پېښه نه ده شوې. د سي سي پي او په وینا، د پېښور په شاوخوا سیمو کې د پولیسو تاڼو د خوندي کولو لپاره هم د ځانګړو امنیتي جالیو د نصبولو اقدامات روان دي.