اسلام اباد (ورځپاڼه نوې ژوند) د مالیې او عوایدو وفاقي وزیر سناتور محمد اورنګزیب ویلي چې پاکستان له اقتصادي ثبات څخه د اقتصادي ودې پر لور روان دی او حکومت د صادراتو پر بنسټ د دوامدارې اقتصادي ودې لپاره خپل رول ترسره کوي. نوموړي وویل چې په اقتصادي پرمختګ کې د خصوصي سکټور ونډه اړینه ده او د دولتي او خصوصي سکټور پیاوړې ملګرتیا کولی شي اقتصاد پر دوامدارو بنسټونو لا نور هم پرمختګ وکړي. د مالیې وزیر وویل چې په تېر مالي کال کې اقتصادي وده ۳.۷ سلنه ثبت شوې وه او تمه ده چې روان کال به د اقتصادي ودې کچه تر دې لوړه وي، په داسې حال کې چې مالي کسر د ۲۲ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی او تېر کال د جاري حسابونو وضعیت هم مثبت پاتې شوی دی. نوموړي وویل چې حکومت د صادراتو د ودې، د انرژۍ د بیو د سیالۍ وړ کولو، مالیاتي اسانتیاوو او صادرونکو ته د مالي ملاتړ لپاره اقدامات کوي. هغه زیاته کړه چې حکومت هڅه کوي د صادراتو بنسټ پراخ او متنوع کړي او کوچنیو او منځنیو کاروبارونو او کوچنیو صادرونکو ته هم د سبسایډي لرونکو مالي اسانتیاوو زمینه برابره کړي.
