پاکستان ۳۱ اگست ۲۰۲۶

د مکې دفاعي اتحاد لومړۍ غونډه؛ د عمومي منشي لپاره د پاکستان پر استازي هوکړه

کوټه (ورځپاڼه نوې ژوند) د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د مکې د ګډ دفاعي تړون له مخې د جوړې شوې ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټې لومړۍ غونډه په استانبول کې وشوه، چې پکې د اتحاد رسمي نوم «د مکې دفاعي اتحاد» ټاکلو او د لومړي عمومي منشي لپاره له پاکستان څخه د یوه کس پر نومولو هوکړه وشوه. په غونډه کې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او پوځي مشرانو ګډون وکړ او د اتحاد د راتلونکي کاري پلان، پوځي همکاریو او دفاعي چارو په اړه خبرې وشوې. د غونډې وروسته د ترکیې بهرنیو چارو وزیر حاقان فیدان د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ترکیې په ګډون د ټولې نړۍ د امنیت لپاره ګواښ وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د نوموړي د مخنیوي لپاره خپل مسؤولیت ترسره کړي، څو سیمې او نړۍ ته د لا زیان رسېدو مخه ونیول شي.