پاکستان ۳۱ اگست ۲۰۲۶

پاکستان او ازبکستان؛ دوه اړخیزه سوداګري تر ۲ میلیاردو ډالرو رسولو هوډ

کوټه (ورځپاڼه نوې ژوند) وزیراعظم شهباز شریف د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف سره په لیدنه کې تر ۲۰۲۹ کال پورې د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه تر ۲ میلیاردو امریکايي ډالرو رسولو پر ګډ هدف بیا ټینګار کړی دی. په بشکیک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د دولتونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې په شوې لیدنه کې د سوداګرۍ، سیمه ییزو اړیکو او اقتصادي همکاریو په اړه د شویو پرېکړو پر وخت عملي کولو ټینګار وشو. وزیراعظم د سوداګرو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د ګډو پروژو د ودې اهمیت څرګند کړ او سیمه ییز اتصال یې د دواړو هېوادونو ګډه ستراتېژیکه موخه وبلله. نوموړي د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د اورګاډي پروژې اهمیت هم روښانه کړ او ویې ویل چې دا پروژه کولی شي ازبکستان د پاکستان بندرونو ته په نښلولو کې مهم رول ولوبوي. وزیراعظم همداراز د پراخ شوي ترجیحي سوداګریز تړون د اغېزمن عملي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.