اسلام اباد (ورځپاڼه نوې ژوند)په پاکستان کې د براډبینډ ۹۷.۲۵ سلنه کاروونکي د موبایل ټیلیفونونو له لارې انټرنېټ کاروي، په داسې حال کې چې یوازې ۲.۷۵ سلنه کاروونکي له ثابتې کرښې انټرنېټ څخه ګټه اخلي. د یوه تحلیلي راپور له مخې، د تېر مالي کال تر پای پورې په هېواد کې د براډبینډ کاروونکو ټول شمېر ۱۶۴ میلیونو ته رسېدلی و، چې له ډلې یې ۱۵۹.۵ میلیونه د موبایل انټرنېټ کاروونکي او ۴.۵ میلیونه د ثابتې کرښې انټرنېټ کاروونکي وو. راپور وايي چې په تېرو اوو کلونو کې د نوري فایبر له لارې د براډبینډ کاروونکو په شمېر کې ۲۷۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی او د فایبر انټرنېټ اړیکې له یو لک څخه ۲.۸۸ میلیونو ته لوړې شوې دي. شنونکي وايي چې د موبایل انټرنېټ کاروونکي کله ناکله د انټرنېټ د سرعت او لاسرسي له ستونزو سره مخ کېږي، خو ثابت انټرنېټ نسبتاً غوره خدمتونه وړاندې کوي. د ثابت انټرنېټ د کاروونکو د کمېدو اصلي لامل لوړ لګښتونه بلل شوي، ځکه یوه کور ته د کېبل رسولو لګښت له ۶۰ زرو څخه تر یو لک او ۲۰ زرو روپیو پورې رسېږي.
