اسلاماباد (ویب نیوز) د اسلاماباد عالي محکمې د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشریٰ بي بي د انفرادي بند په اړه د غوښتنلیکونو تحریري پرېکړه خپره کړې او حکم یې کړی چې دواړو ته دې د زندان د اصولو له مخې ټولې اسانتیاوې ورکړل شي او په انفرادي بند کې دې ونه ساتل شي. د قاضي خادم حسین سومرو له خوا په ۲۴ مخیزه پرېکړه کې حکم شوی چې عمران خان ته دې له خپلې مېرمنې او کورنۍ سره د لیدنې اجازه ورکړل شي او له خپلو زامنو سره دې د واټساپ له لارې غږیزې او ویډیويي اړیکې هم ورته برابرې شي، خو که له واټساپ اړیکو څخه د سیاسي کمپاین لپاره استفاده وشوه، دغه اسانتیا ځنډول کېدای شي. محکمې همداراز حکم کړی چې عمران خان ته دې د طبي بورډ د سپارښتنو له مخې هره ورځ د یوه ساعت مزل اجازه ورکړل شي او هره ورځ دې ورته ورځپاڼې او کتابونه ورکړل شي. په پرېکړه کې ویل شوي چې د امنیتي دلایلو له مخې عمران خان د خبرو او اړیکو له حق څخه نه شي محرومېدلی. محکمې د اډیاله زندان سرپرست ته هم لارښوونه کړې چې د محکمې د پرېکړې عملي کېدل یقیني کړي.
