پاکستان ۱ ستمبر ۲۰۲۶

د نوو صوبو پر سر موضوع، پیپلز ګوند او ایم کیو ایم مخامخ

کراچۍ (ویب ډیسک) د سند ایالت په اسمبلۍ کې د نوو اداري واحدونو د جوړولو پر موضوع پیپلز ګوند او متحده قومي غورځنګ (ایم کیو ایم) یو ځل بیا مخامخ شوي دي. د سند اسمبلۍ په غونډه کې د نوو اداري واحدونو د جوړېدو پر ضد د وړاندې شوې ځنډنۍ غوښتنې په اړه د بحث پر مهال د پیپلز ګوند غړو د دې وړاندیز مخالفت وکړ، په داسې حال کې چې ایم کیو ایم د نوو اداري واحدونو جوړول د سند د خلکو د ستونزو یوازینی حل وباله. صوبايي وزیر سید ناصر حسین شاه وویل چې د پاکستان د پیاوړتیا لپاره د سند وېش نه غواړي او د وفاقي وزیر مصطفیٰ کمال د تېر وخت دریځ ته یې هم په اسمبلۍ کې اشاره وکړه. بلخوا د ایم کیو ایم غړو ټینګار وکړ چې له اداري وېش پرته د ښارونو د خلکو ستونزې نه شي هوارېدای. د حکومت او اپوزیسیون د غړو ترمنځ د بحث په دوام کې سپیکر اویس قادر شاه غونډه وځنډوله او پرېکړه یې وکړه چې بحث به په درېیمه ورځ هم دوام ولري.