اسلام اباد (ویب ډیسک) د اطلاعاتي ټکنالوژۍ او مخابراتو وفاقي وزیرې شزه فاطمه د سعودي عربستان د مخابراتو له وزیر عبدالله السواحې سره لیدنه کړې، چې په ترڅ کې یې پاکستان او سعودي عربستان د کلاوډ انفراسټرکچر او سایبري امنیت په برخو کې د دوه اړخیزې همکارۍ پر لا زیاتولو موافقه کړې ده. د اعلامیې له مخې، شزه فاطمې سعودي وزیر ته د پاکستان د اطلاعاتي ټکنالوژۍ او نوو کاروباري شرکتونو د چاپېریال په اړه معلومات ورکړل، په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو، د ټکنالوژۍ د صادراتو او پانګونې په اړه هم خبرې وشوې. په لیدنه کې د ډیجیټل مهارتونو او نوې ټکنالوژۍ د لېږد لپاره د ادارو ترمنځ د همکارۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار وشو. دواړو هېوادونو د پاکستان او سعودي عربستان د اوږدمهاله او ورورولۍ اړیکو د لا پیاوړتیا او د هغو د پیاوړې ډیجیټل ملګرتیا په بڼه د بدلولو پر هوډ هم ټینګار وکړ.
