کوټه (ویب نیوز): ایراني پاسدارانو د انقلاب ادعا کړې چې په کویټ، بحرین، اردن او عراق کې یې پر امریکايي پوځي تاسیساتو بریدونه کړي دي. د پاسدارانو په وینا، په اردن کې د کمپ تیتن په سیمه کې د امریکايي سمندري ځواکونو اډه د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه شوې، چې له امله یې د ګڼو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو او د څو امریکايي چورلکو د له منځه تلو ادعا شوې ده. ایراني ځواکونو ویلي چې د اردن په پرنس حسن هوايي اډه کې موجود امریکايي بې پیلوټه الوتکې هم په نښه شوې او د برید پر مهال د امریکايي پیلوټانو او تخنیکي کارکوونکو د وژل کېدو ادعا هم شوې ده. بل لور ته ایران ادعا کړې چې په بحرین کې یې یوه امریکايي پوځي اډه د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه کړې، خو بحریني چارواکو ویلي چې ایراني ډرونونه په هوا کې له منځه وړل شوي دي. د اردن د چارواکو په وینا، د دغه هېواد هوايي حریم ته له ننوتلو ۱۳ بالستیک توغندیو څخه ۱۰ یې په هوا کې شنډ کړل شول، په داسې حال کې چې پاتې ۳ توغندي له استوګنیزو سیمو لرې ځایونو کې لګېدلي دي. بلخوا امریکايي چارواکو په اردن کې د ایراني بریدونو له امله د هېڅ امریکايي وګړي یا سرتېري د مرګ ژوبلې راپور رد کړی دی.
