مقامی ۲ ستمبر ۲۰۲۶

جعلي ترهګري او ناامني د پښتنو پر وړاندې دسیسه ده، ګډه سیاسي او جمهوري مبارزه اړینه ده، پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند

پشین(وېب نیوز)، د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر ۲مه: د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشرانو ویلي چې د پښتون افغان ملت د ژوند په بېلابېلو برخو کې له دردونکې وضعې څخه د ژغورلو لپاره ملي یووالی او اتفاق او د سیاسي او جمهوري ځواکونو له خوا د ګډو ټکو پر بنسټ ګډه مبارزه او تحریک لومړنی شرط دی. دوی وویل چې پر پښتونخوا وطن تپل شوې جعلي ترهګري، ناامني او بې قانوني د یوې منظمې دسیسې له مخې د پښتنو ملت د خپلو سیاسي، اقتصادي، کلتوري او د واک او اختیار د حقونو لپاره له مبارزې څخه د لاس اخیستو لپاره د پښتون ضد سازش دی، چې په هر صورت به ناکام کړل شي. مشرانو له ګوندي چارواکو او فعالانو وغوښتل چې خپلې تنظیمي وړتیاوې وکاروي او د ګوند د لا فعال، پراخ او منظم کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. دغه څرګندونې د ګوند مرکزي د اطلاعاتو منشي محمد عیسیٰ روشان، صوبايي مرستیال منشیانو علي ترین، سید احسان اغا، محمود ریاض او د علماوو څانګې تنظیموونکي مولوي فضل کریم د پشین ولسوالۍ د ضلعي کمېټې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. په غونډه کې د تېر فعالیت راپور وړاندې او وڅېړل شو او د تپل شوې جعلي ترهګرۍ پر ضد د پشین د ټولو ګوندونو او انجمن تاجران په همکارۍ د سپټمبر پر ۴مه په سرانان بازار او د سپټمبر پر ۷مه په پشین بازار کې د احتجاجي لاریونونو او جلسو د تیاریو ارزونه وشوه او د بېلابېلو سیمه‌ییزو یونټونو د غونډو جوړولو پرېکړه هم وشوه. د ګوند مشرانو وویل چې په جنوبي پښتونخوا کې د تپل شوې جعلي ترهګرۍ وروستۍ څپه د حکومت او اړوندو ادارو د ناکامۍ څرګند ثبوت دی، ځکه د حکومت او ادارو لومړنی مسوولیت د ولس د سر، مال او عزت ساتنه یقیني کول دي، خو د ناامنۍ او بې قانونۍ وضعیت ورځ تر بلې پراخېږي. دوی وویل چې د زیارت د شهیدانو د پرلت له کمېټې سره په شوې هوکړه کې شوې ژمنې هم نه عملي کېږي او په زیارت، هرنايي، شاهرګ او شاوخوا سیمو کې لا هم وسله‌والې ډلې موجودې دي او د بې وزلو خلکو پر وړاندې په جرمونو کې لاس لري. د سرانان او زیارت کراس د ترهګریزو پېښو او د ښکېلو عناصرو د نه نیول کېدو په اړه یې وویل چې دا د حکومت او اړوندو ادارو دوه‌مخیتوب څرګندوي، چې د غندنې او نه منلو وړ دی. دوی پر ګوندي فعالانو غږ وکړ چې د ګوندي غونډو پر وخت جوړول او د پرېکړو پر وخت عملي کول یقیني کړي، په تنظیمي چارو کې له غفلت څخه ډډه وکړي، خپل تنظیمي فعالیتونه هره میاشت لا فعال کړي او د ګوندي غونډو د پرېکړه شوو ټکو د عملي کېدو ارزونه هره اوونۍ ترسره کړي.